IQNA

د  الازهر قرآن د کتابت په وروستۍ مرحلې کې دی

10:15 - February 18, 2025
د خبر لمبر: 3490657
 ایکنا – د الازهر مرستیال محمد الضویني  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛  د قرآن د کتابت لپاره د الازهرځانګړي پروژه په وروستیومرحلو کې ده او له هغو سره اړونده زیاتره کارونه ترسره شوي دي.

ایکنانیوز  دالشروق له قوله راپور راکړی، د الازهر نماینده محمد الضوینی  چې دسلواغې په ۲۸ نیټه ئې  د الازهر په  جامع جومات کې د الازهر اسلامی لیکنې او د عربی خوشخطۍ په عنوان سره  په دریم سمینار کې  وینا کوله ، ووئيل؛  د الازهر د قرآن د کتابت لپاره  د ترټولو مشهورو مصري مُذّهِبانو او خطاطانو د ټآکلو سیالي ترسره شوه  او درې خطاط  او شپږ نذهیب کار  ددغې سیالس نهائي مرحلې ته رسیدلي دی  او  په هغو کې هر یو  د د قررآن یوه جزوه یا سپاره کامله کتابت  کړې ده.

هغه ووئيل، د مصر د خطاطۍ د استاذانو څخه  جوړې د قاضیانو کیمټې له قضاؤت  وروسته  ددغه قرآڼ د کتابت ویاړ  د استاد محمود السحلي په نصیب شو او  ددغې پروژې په ختمیدا سره به الازهر  خپل ځانګړی قرآن  ولري.

الضوینی  روښانه کړه،د الازهر جامع جومات په اوسني سمینار کې یو سټال ، د سیالۍ  نهائي مرحلې ته لاره موندونکو ته بیل شوی دی او ددغه سمینار په څنډې کې د قران د کتابت د تاریخ  او د اسلامی هنری میراث په ساتلو کې د الازهر د رول په موضوع سره د خبرواترو چورلیزې سپرونکي ناستې ترسره شي.

 د الازهر ذد تذهیب او عربی خوشخطۍ دریم سمینار د سلواغې له اته ویشتمې نیټې څخه د شیخ الازهر احمد الطیب په څارنې او د الازهر د عالمانو او د عربی او اسلامی خوشخطۍ  د هنرمندانو په شتون سره د الازهر په جامع جومات کې پيل شوی او د فرورۍ تر۲۵ پورې  به دوام ومومي .

https://iqna.ir/fa/news/4266692

captcha